ښاغلی نصرت الله بهیر د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له لوري و ستایل شو
ښاغلی نصرت الله بهیر د افغانستان د صنعتي ادارې رئیس د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنیکي او مسلکی چارو مرستیال، مولوي غلام سعید احساس له لوري د یو لړ مراسمو په ترڅ کې وستایل شو.
نوموړی د افغانستان د غوره نوښتونو او اختراعاتو په نندارتون کې د فعالو او ارزښت لرونکو خدمتونو په پار د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له لوري وستایل شو.
په همدې حال کې د افغانستان د صنعتي ادارې رئیس د ستاینلیک له ورکولو مننه وکړه، او د تخنیکي او مسلکی زده کړو ادارې سره یې د همکاری ډاډ ورکړ.