د پکتیا د تخنیکي زده‌کړو مرکزونو د کورنیو تولیداتو او محصولاتو په دویم ملي نندارتون کې ګډون

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۸:۵۴
TVETA

د پکتیا ولایت په کچه د کورنیو تولیداتو او محصولاتو دویم ملي نندارتون پرانیستل شو. په دې درې ورځني نندارتون کې د پکتیا د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د استادانو، زده‌کوونکو او محصلینو بېلابېل عملي تولیدات، نوښتونه او ابتکارات نندارې ته وړاندې شوي دي.

د نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې سیمه‌ییزو مسئولینو، سوداګرو، صنعتکارانو او د خصوصي سکټور استازو ګډون کړی و.

په همدې حال کې سیمه‌ییزو مسئولینو د نندارتون د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د مرکزونو له غرفو څخه د لیدنې پر مهال، د دغو مرکزونو د نوښتونو د لا زیات ملاتړ پر اهمیت ټینګار وکړ.

د یادونې وړ ده چې په دا ډول نندارتونونو کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د مرکزونو ګډون، د استادانو او زده‌کوونکو د وړتیاوو د معرفۍ او له خصوصي سکټور سره د همکاریو د پراختیا زمینه برابروي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۴۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رئیس رسمي سفر مالیزیا او اندونیزیا هېوادونو ته

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، د یادې ادارې د یوه پلاوي په مشرۍ مالیزیا او اندونیزیا هېوادونو ته په سفر روان شو. په دې سفر کې د تخنیکي او مسلکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې نوی مدیریتي سیستم پرانیستل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د یادې ادارې د رهبرۍ پلاوي، د ریاستونو د رئیسانو او یو شمېر کارکوونکو په ګډون په یوه غونډه کې د دې ادارې نوی مدیریتي سیستم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

د پکتیا د خاصو زده‌کړو لېسې سره د ۱۴ زره ډالرو مرسته وشوه

د «اسلامیک هیلپ» مؤسسې په یوه مراسمو کې د پکتیا ولایت د خاصو زده‌کړو لېسې ته د ۱۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۲ قلمه اداري تجهیزات او ښوونیز توکي ډالۍ کړل. په هغو مراسمو کې چې په همدې. . .

BACK TO NEWS