د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د فراه مرکز کثیر الرشتوي انستیتوت څخه لیدنه وکړه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱ - ۹:۰
tveta

ښاغلي مولوي غلام حیدر شهامت، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست فراه ولایت ته په خپل سفر کې د دغه ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انستیتوت څخه لیدنه وکړه.

نوموړي او مل پلاوي د دغه زده کړې مرکز ټول اسناد وڅېړل، د زده کړیالانو ستونزې یې له نږدې واورېدلې. د عملي کارونو لپاره د وسایلو ، نصاب او کتابتون کموالی د دغه مرکز اساسي ستونزې ګڼل شوې دي.

د تخنیکي او مسلکی زده کړو ادارې سرپرست وویل: په پام کې ده چې د دغه ولایت په لرې پرتو سیمو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونه جوړ شي. 

الحاج مولوي شهامت همدارنګه د دغه مرکز د زده کړیالانو د تشویق لپاره، هغوی ته نغدې پیسې هم ورکړې.

همدا اوس د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د دغه ادارې د يو پلاوي په رأس کې د فراه په ولایت کې دی.

له دې وړاندې هغوی د بادغیس او هرات ولایتونو د تخنیکي او مسلکی زده کړو له مرکزونو لیدنه کړې وه، او په پلان کې ده چې نورو ولایتونو ته هم سفر وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۰:۲۲
Background image

د لغمان تخنیکي لیسې زده‌کوونکو ته د «ای سي اېم» عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لیسې زده‌کوونکو د یوه درسي جلسې په ترڅ کې د موټرو د ای سي اېم (ACM) سیستم په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دا درسي جلسه د اړوندې څانګې استاد تر څارنې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۴:۴۵
Background image

د ودانۍ د پلان جوړولو په اړه زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز د تخنیکي او مسلکي لیسې ساختماني څانګې زده‌کوونکو د یوه درسي جلسې په ترڅ کې د یوې ودانۍ لپاره پلان جوړول په عملي توګه زده کړل. د لغمان ولایت مرکز د تخنیکي او مسلکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۱:۴۲
Background image

د قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ لخوا د منرالي خښتو جوړول

د لغمان ولایت قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ زده‌کوونکي د اړوندې څانګې د استاد په همکارۍ او مشوره د منرالي خښتو جوړول زده کړل. لارښود استاد په دې درسي جلسه کې نوموړو ته د منرالي خښتو د. . .

BACK TO NEWS