د تخنیکي او مسلکي زده کړو په اداره کې د صرافۍ یو اتومات ماشین نصب شو

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۹ - ۱۳:۶
tveta

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په اداره کې د عزیزي بانک، د صرافۍ یو اتومات ماشین نصب شو.

مفتي فضل الرحمن فاضل د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې، د مالي او اداري چارو مرستیال، د اتومات ماشین د نصب په افتتاحیه مراسمو کې وویل چې دغه کار د وخت لګولو څخه د مخنیوي په موخه ترسره کیږي.

د عزیزي بانک مرستیال او سرپرست د دغه اتومات ماشین د پرانیست په مراسمو کې وینا وکړه، او له تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره یې د لا زیاتو مرستو ډاډ ورکړ.

په همدې حال کې، ښاغلي غلام سعید احساس په دغه مراسمو کې وویل چې اوس د آبادۍ او پرمختګ وخت رارسېدلی دی، نوموړي د حکومت د وروستیو لاسته راوړنو په هکله وویل چې افغانستان د پرمختګ په لور روان دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لخوا د شپږو ادارو او بنسټونو سره د ګډو همکاریو (۶) تفاهم لیکونه لاسلیک شول

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت د حکومت د رسنیو په مرکز کې له د شپږو ادارو او بنسټونو سره د ګډو همکاریو تفاهم لیکونه لاسلیک کړل. په دغو ادارو او بنسټونو کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۵ - ۱۴:۴
Background image

د میدان وردګ پوهنتون محصلینو د چک کثیرالرشتوي انسټيټوټ له ورکشاپ څخه لیدنه وکړه

د میدان وردګ پوهنتون د فزیک څانګې محصلینو د یاد ولایت اړوند د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټيټوټ له ورکشاپ څخه لیدنه او د لیدنې په ترڅ کې نوموړو ته په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه. د چک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۴ - ۱۱:۱۹
Background image

د سیم پیچۍ په اړه د لغمان ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټيټوټ محصلینو ته په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټيټوټ د بریښنا څانګې محصلینو ته د سیم پیچۍ په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه. لارښود استاد د درس په ترڅ کې محصلینو ته په ثابت جریان (DC) موتور کې د. . .

BACK TO NEWS