د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مالي او اداري چارو معاونیت غونډه ترسره شوه
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مالي او اداري معاونیت غونډه د دغې ادارې مالي او اداري مرستیال ښاغلي مفتي فضل الرحمن فاضل په مشرۍ ترسره شوه.
د غونډې په پيل کې د دغې ادارې د مالي او اداري چارو معاونیت د تېرې غونډې پرېکړې وڅېړل شوې او اړوندو رياستونو د خپلو کړنو په اړه راپور ورکړ.
په دغې غونډه کې (۱۴۰۳ مالي کال) د تدارکاتي اړتیاوو د پلان ترتیب، د واقعې بودجې مسوده او د ادارې تشکیل د بیا کتنې په اړه خبرې وشوې.
د غونډې برخه والو په دې اړه خبرې وکړې او خپل نظرونه یې شریک کړل.