د هرات او بادغیس ولایتونو د زلزله ځپلو کورنیو ته د مولوي غلام حیدر شهامت د خواخوږۍ پیغام!

media_admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۱۵ - ۱۷:۴۰
 همدردی پیام

 د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست ښاغلي مولوي غلام حیدر شهامت د هرات او بادغیس ولایتونو د زلزلې ځپلو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او شهیدانو ته د لوی خدای له دربار څخه د فردوس جنت دعا کوي. پاتو ته یې د صبر او د ټپیانو د ژر تر ژره عاجلې روغتیا هیله کوي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست هم د دغې زلزلې له امله د ټپيانو او بېځايه شويو کسانو لپاره د ریاست الوزرا د مقام او د هرات او بادغيس ولايتونو د سيمه ييزو چارواکو د پر وخت اقدام او درملنې له امله مننه او قدرداني وکړه.

انالله و انا الیه راجعون

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۲۰
Background image

له مؤسسو سره د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې لومړیتوبونه شریک شول

له تمویل‌کوونکو او همکارو مؤسسو سره د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اړتیاوو او لومړیتوبونو شریکولو غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د بهرنیو اړیکو ریاست،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۱۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ غونډه ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ غونډه د بورډ غړو او اړوندو مسؤلینو په ګډون، د مهمو اکاډمیکو او ښوونیزو موضوعاتو د ارزونې په موخه ترسره شوه. په دې غونډه کې د استاد ـ شاګرد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۲
Background image

د تخنیکي زده‌کړو په مرکزونو کې د فکري تنویر ادارې له لوري اصلاحي پروګرامونه دوام لري

د اصلاحی او روزنیزو پروګرامونو په دوام، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او کارکوونکو لپاره. . .

BACK TO NEWS