د اوبو او انرژۍ انسټیټوټ د سیرت النبي ﷺ سیالي ترسره کړه

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۶ - ۱۵:۲۰
TVETA Kabul

د سیرت النبي ﷺ  سیالي د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اوبو او انرژۍ انسټیټوټ لخوا ترسره شوه.

دغه سیالي د کابل د اوبو او انرژۍ په انسټیټوټ کې د دریو ښوونیزو مرکزونو د ۵۰۰ تنه ګډون کوونکو په شتون ترسره شوه.

د دغې برنامې په پيل کې د دفتر ریاست د اطلاعاتو او عامه اړيکو آمر نجيب الله امين خبرې وکړې. هغه ځوانان وهڅول چې دیني او عصري علوم  زده کړي.

ښاغلي امین همدا راز زیاته کړه چې د عصري او دیني علومو ترمنځ هیڅ توپیر نشتون نه لري.

د غونډې په دوام کې د اوبو او انرژی انسټیټوټ آمر  رفیع الله حبیبي د سیرت النبی ﷺ د سیالۍ د ترسره کولو  پر څرنګوالي خبرې وکړې او د دغې سیالۍ د شفافیت په اړه یې ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۲۵
Background image

د چک ولسوالۍ انسټیټیوټ او معارف مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټیوټ آمریت د یادې ولسوالۍ د ښوونځیو له یو شمېر مدیرانو او مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه. دا ناسته په کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۷
Background image

محصلینو ته د ودانیو د نقشو عملي کولو زده‌کړه ورکړل شوه

د میدان وردګو ولایت جلګې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ محصلینو د عملي زده‌کړو په لړ کې د استوګنیزو ودانیو د جوړولو اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د ودانیزو ټکنالوژۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

BACK TO NEWS