د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د نوښتونو او ابتکاراتو نندارتون په لاره اچول کېږي

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۰ - ۱۵:۵۹
Committe

په پام کې ده چې د ۱۴۰۲ تعلیمي کال په پای کې به د مرکز او ولایتونو د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د زده کړیالانو او ښوونکو د نوښتونو او ابتکاراتو نندارتون په کابل کې ترسره شي.

د دغه نندارتون د تدویر په موخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له مسوولینو څخه یوه کمېټه جوړه شوې ده.

د دغې کميټې لومړۍ غونډه نن جوړه شوه او په دغه غونډه کې د یاد نندارتون د ترسره کولو په تدابیرو خبرې وشوې.

د يادونې وړ ده، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د نوښتونو او ابتکاراتو د نندارتون له جوړېدو څخه موخه د تکړه او نوښتګرو زده کوونکو پېژندنه او معرفي کول دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۷
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته د دې ادارې د بېلابېلو څانګو د یو شمېر رئیسانو په ګډون د تخنیکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د پروګرام په پیل کې د تېرې ناستې پرېکړې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۹:۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو لوېدیځ زون ریاست له خصوصي سکتور او بنسټونو سره مشورتي ناسته

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې لوېدیځ زون ریاست د کار بازار له اړتیاوو سره سم د تعلیمي نصاب ښه‌والي او اصلاح په موخه له خصوصي سکتور او بېلابېلو بنسټونو سره مشورتي ناسته ترسره کړه. د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۲۷
Background image

په اسلامي سیاسي نظام کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ځای او رول

د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ رئیس مفتي نورالله عزام د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په یوه اصلاحي ناسته کې د اسلامي نظام د ساتنې او پیاوړتیا په برخه کې د مسلکي زده‌کړو پر. . .

BACK TO NEWS