د تخنیکي او مسلکي زده کړو په اداره کې بدلونونه؛ شپږ نوي رئیسان معرفي شول

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۳۱ - ۱۷:۱۷

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې په وړانديز او د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا په منظورۍ په ياده اداره کې نوي بدلونونه او ګمارنې رامنځته شوې.

په نویو ګمارنو کې انجینر احمد نبي نائل د مقام پخوانی تخنیکي سلاکار د نصاب او ښوونکو د روزنې رئیس په صفت، مفتي سید محسن سادات د خدماتو او املاکو پخوانی رئیس د برنامو د څیړنې او  د تضمین کیفیت رئیس په صفت، مولوي عبدالودود هوتک د حرفوي برنامو د سمون پخوانی رئیس د تعلیمي او تحصیلي څارنې او اروزنې رئیس په صفت، عصمت الله منیر د نصاب او ښوونکو د روزنې پخوانی رئیس د حرفوي برنامو د سمون رئیس په صفت، قاضي محمد شاه میر غوري د مقام پخوانی حقوقي سلاکار د خدماتو او املاکو رئیس په صفت، مولانا خالد یعقوبي د بشري سرچینو پخوانی رئیس د مقام حقوقي مشاوریت د سرپرست په صفت او انجینر محمد مکاشف د تعلیمي او تحصیلی څارنې او ارزونې پخوانی رئیس د بشري سرچینو ریاست د سرپرست په صفت ګمارل شوي دي.

نوموړي اشخاص نن د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت له خوا خپلو نویو بستونو ته ور وپېژندل شول.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست په دغې ادارې کې د نویو بدلونونو په اړه وويل، چې په دې امر کې شخصي غرض نشته، بلکې ټول اقدامات د چارو د لا ښه والي په موخه ترسره شوي دي.

ښاغلي شهامت وویل، چې د ټولو موخه یوه ده، چې هغه د خلکو خدمت دی.

نوموړي د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د منصوبینو ترمنځ پر همکارۍ او مشورې ټينګار وکړ او ويې ويل، «ټول بايد د دغې ادارې د پرمختګ او خلکو د خدمت لپاره د جهاد په نيت کار وکړو».

د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال مولوي غلام سعيد احساس هم په خپلو خبرو کې وويل، چې دولتي مقام يو امانت دى او دا امانت بايد په ښه توګه وساتل شي.

ښاغلي احساس د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له نویو رئیسانو وغوښتل چې د چارو د ښه والي لپاره هڅې وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۴
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو د ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، پای ته ورسېد. دا پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې دواړو لورو د. . .

BACK TO NEWS