د پلان ا و ستراتیژیکي همغږۍ رئیس د خصوصي بانکونو د اتحادیې له رئیس سره خبرې اترې وکړي

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۳ - ۱۷:۵
Reyasat Plan

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او ستراتیژیکي همغږۍ رئیس مولوي نیک محمد نیکمل د خصوصي بانکونو د اتحادیې له رئیس نجیب الله امیری او د دغې اتحادیې له مرستیال سره وکتل.

په دغه کتنه کې د دواړو لورو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې.

ښاغلي نیکمل د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ځانګړو زده کړو مرکزونو سره د خصوصي بانکونو د اتحادیې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

هغه زياته کړه، چې د ځانګړو زده کړو په مرکزونو کې زرګونه نابینا او ناشنوا زده کوونکي په زده کړو بوخت دي. ښاغلي نیکمل وویل چې دغه زده کوونکي ملاتړ ته اړتیا لري.

د خصوصي بانکونو اتحاديې د تخنيکي او مسلکي زده کړو له ادارې څخه وغوښتل چې د ځانګړو زده کړو مرکزونو د اړتیاوو معلومات ورسره شريک کړي.

ښاغلي امیري ژمنه وکړه، چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو په ځانګرې توګه د ځانګړو زده کړو مرکزونو لپاره به د بانکونو د ملاتړ ترلاسه کولو هڅه وکړي.

نوموړي دغه راز ژمنه وکړه، چې خصوصي بانکونه به د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو زده کړیالانو د بانکدارۍ په څانګه کې د عملي زده کړو او په دې برخه کې د تعليمي نصاب د پياوړتيا په برخه کې به خصوصی بانکونه همکاري وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۹
Background image

د کابل والي د نیالګیو کېنولو په برخه کې د ښاریانو پر رول ټینګار وکړ

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په نوښت د نیالګیو کېنولو کمپاین د یو شمېر مسؤلینو په ګډون او ویناوو سره پیل شو چې پکې د کابل والي محترم ملا امین الله عبید هم ګډون درلود. د دې پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۹:۴۱
Background image

د لغمان تخنیکي لیسې زده‌کوونکو لخوا د نقلیه وسایطو ترمیم

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي لیسې زده‌کوونکو د یوې درسي جلسې په ترڅ کې د موټر «اشترنګ» په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د اړوندې څانګې استاد زده‌کوونکو ته د برقي او هایدرولیکي اشترنګونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۱:۱۹
Background image

زده‌کوونکو ته د موټر وایرینګ ترمیم په اړه عملي روزنه ورکړل شوه

د ننګرهار ولایت د میخانیکي انسټیټوټ زده‌کوونکو د یوې درسي ناستې په ترڅ کې د موټر وایرینګ اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د برېښنا څانګې استاد د عملي روزنې پر مهال د موټر. . .

BACK TO NEWS