د تخنيکي او مسلکي زده کړو په اداره کې د مشاعرې فرهنګي برنامه ترسره شو

media_admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۴ - ۱۰:۲۱
برنامه فرهنگی مشاعره

د ترنم او فرهنګ انستیتیوت په نوښت  د مشاعرې فرهنګې برنامه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په تالار کې د یو شمېر شاعرانو او ادیبانو په شتون کې ترسره شوه.

په دغه برنامه کې د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال مولوي غلام سعيد احساس او د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د مقام دفتر رئیس استاد مطيع الله هدايت هم حضور درلود.

ښاغلي احساس د پروګرام په پای کې وینا وکړه او د شاعرانو او ادیبانو ستاینه یې وکړه.

هغه وويل چې شاعرانو او نعت ویونکو د اشغال په وړاندې دجهاد په بريا کې ستر رول لوبولى دى.

د تخنيکي او مسلکي چارو  مرستيال زياته کړه چې شاعران د اوس د اقتصادي جهاد د پرمختګ او ترقۍ په لاره کې له نظام سره مرسته وکړی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې دواړو لورو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۲۰
Background image

له مؤسسو سره د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې لومړیتوبونه شریک شول

له تمویل‌کوونکو او همکارو مؤسسو سره د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اړتیاوو او لومړیتوبونو شریکولو غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د بهرنیو اړیکو ریاست،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۱۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ غونډه ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ غونډه د بورډ غړو او اړوندو مسؤلینو په ګډون، د مهمو اکاډمیکو او ښوونیزو موضوعاتو د ارزونې په موخه ترسره شوه. په دې غونډه کې د استاد ـ شاګرد. . .

BACK TO NEWS