د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اونیزه اصلاحي غونډه ترسره شوه

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۹ - ۱۳:۵۲
جلسه هفته‌وار اصلاحی

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اونیزه اصلاحي غونډه د دغه ادارې د خدماتو او املاکو د رئیس مفتي سید محسن سادات په وینا او د کارکوونکو په حضور کې ترسره شوه.

هغه په خپلو خبرو کې د "د دنیا او آخرت د ګټلو څرنګوالي" په اړه خبرې وکړې.

د خدماتو او املاکو  رئیس د اسلام د ګران پیغمبر سیرت ته په اشارې سره وویل، د اسلام په سپیڅلي دین کې د دین او دنیا ترمنځ هیڅ سرحد نشته.

ښاغلي سادات همدا راز زیاته کړه،« مسلمانان مکلف دي چې د دنیا چارې پرمخ بوځي او د آخرت لپاره تیاری ونیسي.»

غونډه د خیر دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۰:۲۲
Background image

د لغمان تخنیکي لیسې زده‌کوونکو ته د «ای سي اېم» عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لیسې زده‌کوونکو د یوه درسي جلسې په ترڅ کې د موټرو د ای سي اېم (ACM) سیستم په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دا درسي جلسه د اړوندې څانګې استاد تر څارنې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۴:۴۵
Background image

د ودانۍ د پلان جوړولو په اړه زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز د تخنیکي او مسلکي لیسې ساختماني څانګې زده‌کوونکو د یوه درسي جلسې په ترڅ کې د یوې ودانۍ لپاره پلان جوړول په عملي توګه زده کړل. د لغمان ولایت مرکز د تخنیکي او مسلکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۱:۴۲
Background image

د قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ لخوا د منرالي خښتو جوړول

د لغمان ولایت قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ زده‌کوونکي د اړوندې څانګې د استاد په همکارۍ او مشوره د منرالي خښتو جوړول زده کړل. لارښود استاد په دې درسي جلسه کې نوموړو ته د منرالي خښتو د. . .

BACK TO NEWS