د ښوونیزو برنامو ۳۴ تنه ګډونوالو ته د فراغت تصدیق پاڼې ورکړل شول
د کابل ښار د انسټیټونو ۳۴ تنه تدریسي مامورینو او د مرکزي ادارې یو شمیر کارکوونکو ته چې په ښوونیزو پروګرامونو کې یې برخه اخیستې وه، تصدیق پاڼې ورکړل شوی.
په همدغه مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او ادارې چارو مرستیال مفتي فضل الرحمن فاضل د دا ډول برنامو جوړول مهم وبلل او ویې ویل چې د علم زده کړه فرض ده.
ښاغلي فاضل د کابل ښار له تدریسي مامورینو او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له کارکوونکو وغوښتل چې خپل مسوولیتونه متوجه او خپلې چارې په سمه توګه ترسره کړي