لنډ مهاله حرفوي کورسونه؛ د مهارتونو روزنه او کارموندنه

media_admin
شنبه ۱۴۰۲/۲/۳۰ - ۱۱:۲۵
 کورس حرفوی

د ماهرو او متخصص انساني ځواک روزنه د هر هیواد د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ یو له مهمو عواملو څخه دی. هر ډول اقتصادي- ټولنیزه پانګونه په تخنیکي او مسلکي زده کړو کې پلان جوړونې او پانګونې ته اړتیا لري.

اوس مهال  تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره په هېواد کې د انساني ځواک د پراختيا پروژې پلې کوي. دغه اداره هڅه کوي چې په لنډ او اوږد مهال کې د کار بازار له اړتیا سره سم د تخنیکي او مسلکي زده کړو زمینه برابره کړي.

په دې لړ کې په وروستیو میاشتو کې په مرکز او ولایتونو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سلګونو کسانو ته د لنډ مهاله زده کړو کورسونه په لاره اچولې دي.

په دغه کورسونو کې د لمریزې برښنا انجینرۍ (سولر سیسټم)، موبایل او خیاطۍ مهارتونه تدریس کیږي.

دغه روزنیز کورسونه د هیوادوالو د مهارت زده کولو او د هغوی د کارموندنې په موخه په لاره اچول کیږي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د حرفوي برنامو د سمون رئیس عبدالودود هوتک وايي، د دغو کورسونو ډېری فارغان له فراغت وروسته د کِسب او کار خاوندان کېږي.

هغه د لنډ مهاله کورسونو پر موثریت د ټینګار ترڅنګ زیاته کړه، چې د دغو کورسونو د څانګو د زیاتولو لپاره هڅې روانې دي.

ښاغلی هوتک زیاتوي چې اوس مهال په لنډ مهاله کورسونو کې د جذب ظرفیت د امکاناتو د نشتوالي له امله کم دی، چې په دغه برخه کې هم د حل لارې موندلو هڅې روانې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۹:۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو لوېدیځ زون ریاست له خصوصي سکتور او بنسټونو سره مشورتي ناسته

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې لوېدیځ زون ریاست د کار بازار له اړتیاوو سره سم د تعلیمي نصاب ښه‌والي او اصلاح په موخه له خصوصي سکتور او بېلابېلو بنسټونو سره مشورتي ناسته ترسره کړه. د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۲۷
Background image

په اسلامي سیاسي نظام کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ځای او رول

د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ رئیس مفتي نورالله عزام د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په یوه اصلاحي ناسته کې د اسلامي نظام د ساتنې او پیاوړتیا په برخه کې د مسلکي زده‌کړو پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۲۵
Background image

د چک ولسوالۍ انسټیټیوټ او معارف مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټیوټ آمریت د یادې ولسوالۍ د ښوونځیو له یو شمېر مدیرانو او مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه. دا ناسته په کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې. . .

BACK TO NEWS