د غزني د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر د دغه ولایت له والي سره وکتل

د غزني ولایت تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر مولوي شیرمحمد عمري د یاد ولایت له والي حافظ محمد امین عمري سره وکتل.
په دغه کتنه کې د غزني انسټیټونو او مسلکي ښوونځیو د ملکیتونو او د نویو ګمارل شویو کارکوونکو لپاره د روزنیزو کورسونو پر لاره اچولو په هکله خبرې وشوې.
د غزني والي تخنیکي او مسلکي زده کړو له آمریت سره د همکارۍ ډاډ ورکړ.