تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال د چرګانو د فارمونو ملي اتحادیې له رئیس سره وکتل

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۰ - ۱۱:۲۷
معاون امور تخنیکی و مسلکی اداره

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستيال  ښاغلي مولوي غلام سعيد احساس د چرګانو د فارمونو د ملي اتحاديې له رئيس سره وکتل.

په دې کتنه کې په هېواد کې د چرګانو د فارمونو د پراختيا په برخه کې د دواړو لورو ترمنځ د همکاريو په هکله خبرې اترې وشوې.

ښاغلي احساس د چرګانو فارمونو ملي اتحادیې سره د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

د چرګانو د فارمونو ملي اتحادیې مشر ښاغلي معروف ظفر ژمنه وکړه چې دغه اتحادیه به د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو زده کړیالانو ته د عملي زده کړو زمینه برابره کړي.

د ښاغلي ظفر په وینا اوس مهال د چرګانو په ځینو فارمونو کې بهرني کارکوونکي په کار بوخت دي او دوی به د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو زده کړیالان وروزي.

د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال ټينګار وکړ چې هېواد بايد د بشري سرچینو له پلوه پر ځان بسيا شي او د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره په دې برخه کې کار کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۹:۲۰
Background image

د کمپیوټر ساینس زده‌کوونکي د شبکې له تجهیزاتو سره بلد شول

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې زده‌کوونکو د عملي زده‌کړو (پراکتیک) د دوام په لړ کې د شبکې بنسټیزو تجهیزاتو په اړه عملي روزنه ترلاسه کړه. په دې روزنیز. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۱:۱۹
Background image

د عملي زده‌کړو پیاوړتیا لپاره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټیوټ د کمپیوټر ساینس څانګې محصلینو ته د عملي زده‌کړو (پراکتیک) د زمینې برابرولو په موخه له افغان تیلي کام مخابراتي شرکت سره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۵:۴۴
Background image

د زابل ولایت د ارغنداب کثیرالرشتوي لېسې د درسي کتابونو ستونزه حل شوه

د زده‌کړو د بهیر ښه‌والي او زده‌کوونکو ته د اړینو اسانتیاوو د برابرولو په موخه، د زابل ولایت ارغنداب ولسوالۍ کثیرالرشتوي لېسې د درسي کتابونو کمښت ستونزه د زابل د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو. . .

BACK TO NEWS