د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري غونډه ترسره شوه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۹ - ۱۵:۱۵
مالی

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري غونډه د دغه ادارې مالي او اداري چارو مرستيال مفتي فضل الرحمن فاضل په مشرۍ جوړه شوه.

په دې غونډه کې د تېرې اداري غونډې د پرېکړو د پلي کېدو په اړه خبرې وشوې او د ځانکړو زده کړو د مرکزونو ( نابینایانو او ناشنوایانو) زده کوونکو و زده کړیالانو او د ولايتي آمریتونو لپاره د کرايې موټرو د نیولو پر موضوعاتو خبرې وشوې.

په دې غونډه کې د استادانو د استخدام آمر خبرې وکړې او په خالي بستونو کې د استادانو د استخدام پروسې په اړه یې توضیحات ورکړل.

همدارنګه د بودجې آمر د بودجې د مصرف او باقیدارۍ په اړه راپور وړاندې کړ.

د یادولو وړ ده چې په مالي او اداري غونډه کې د ۱۴۰۲ کال تدارکاتي پلان په اړه هم خبرې وشوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۰:۹
Background image

د مالي او اداري چارو مرستیال له لوري د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو څارنه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مالي او اداري چارو مرستیال محترم مفتي فضل الرحمن فاضل، د یادې ادارې د یوه پلاوي په ملتیا ختیځو ولایتونو ته سفر کړی دی. نوموړي د مشرقي ولایتونو د تخنیکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۳:۲۳
Background image

د جوزجان ولایت له والي سره د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال لیدنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال ښاغلي مولوي غلام سعید احساس، ولایتونو ته د خپل سفر په دوام کې د جوزجان ولایت له والي مولوي ګل حیدر شفق سره ولیدل. په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۰:۲۲
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د جوزجان ولایت له تعلیمي مرکزونو څخه لیدنه وکړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال مولوي غلام سعید احساس په مشرۍ یوه پلاوي د خپلو لیدنو په ترڅ کې د جوزجان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو له وضعیت. . .

BACK TO NEWS