د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري معاون د ملي آزموینو ادراې له سرپرست سره وکتل

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۸ - ۱۱:۳۴
 با سرپرست اداره ملی امتحانات

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري چارو معاون مفتي فضل الرحمن فاضل د آزموینو ملي ادارې له سرپرست شیخ عبدالباقي حقاني سره وکتل.

په دې کتنه کې د تخنیکي او مسلکي مرکزونو د ښوونکو د ګمارنې د ازموینې د اخیستلو په اړه خبرې وشوې.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادراې د بشري سرچينو رئيس رفيع الله ثابت په دې اداره کې د خالي بستونو په اړه خبرې وکړې.

د ازموينو ملي ادارې سرپرست شيخ عبدالباقي حقاني وويل، چې یاده اداره په هېواد کې د ازموينو د ترسره کولو يوازنۍ قانوني مرجع ده.

نوموړي د مسلکي ښوونځیو او انسټیټونو د استادانو د ګمارنې د ازموینې د ترسره کولو په برخه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادراې سره د همکارۍ ډاډ ورکړ.

شیخ عبدالباقي حقاني وویل: «د ملي ازموینو اداره د مسلکي ښوونکو او اداري کادرونو د جذبولو په برخه کې ښه تجربه لري، او د بېلابېلو څانګو لپاره د قوي سوالونو بانک په درلودلو سره کولای شي ټولې اصلي ازموینې په شفافیت سره مدیریت کړي.»

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

BACK TO NEWS