د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د کندهار د مسلکي ښوونځو او انسټیټونو له آمرینو سره وکتل

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۷ - ۱۵:۵۱
 کندهار

کندهار ولایت ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې استول شوي پلاوي د یاد ولایت د تخنیکي مرکزونو له آمرینو سره وکتل.

یاد پلاوي د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې حرفوي برنامو د تنظیم رئيس ښاغلي عبدالودود هوتک په مشرۍ د تخنيکي مرکزونو د وضعیت د بررسي کولو په موخه کندهار ولایت ته سفر کړى دى.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې دکندهار د مسلکي ښوونځيو او انسټیټونو له آمرینو سره د لیدنې ترڅنګ د دوی ستونزي او وړانديزونه واورېدل.

 د يادونې وړ ده، چې د یاد پلاوي د سفر پر مهال د ارغنداب د ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ آمر ښاغلي محب الله قادري اعلان وکړ، چې د املاکو د نشتوالي د ستونزې د حل په موخه به خپله ٥٠٠ جريبه شخصي ځمکه یاد انسټیټوټ ته وقف کړم.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۵:۲۶
Background image

د بلخ ولایت د نفتو او ګازو انسټيټوټ د فوټبال سیالیو تورنمنټ پای ته ورسېد

د فوټبال سيالیو تورنمنټ چې څه موده وړاندې د بلخ ولایت د نفتو او ګازو انسټيټوټ له لوري د یاد ښوونیز مرکز استاد شاګردي څانګې د زده کوونکو ترمنځ په لاره اچول شوې و، پای ته ورسېد. د غونډې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۳:۱۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیسانو او آمرینو ته «پلان بهبود مکاتب» تشریح شو

د «پلان بهبود مکاتب» طرحه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او ستراتیژیکو همغږیو ریاست لخوا د دې ادارې د مرکزي هستې رئیسانو او آمرینو ته تشریح شو. دا پلان، چې د تغیر هوشمند موسسې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۹:۲۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اصلاحي غونډه ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اصلاحي اوونیزه غونډه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د علماوو ریاست مسؤل شیخ محمد موسی خان غزنوي په وینا او د دې ادارې د کارمندانو په ګډون ترسره شوه. شیخ محمد. . .

BACK TO NEWS