مالي او اداري چارو مرستیال له کندز والي سره د تخنیکي او مسلکي مرکزونو د ملکیتونو په اړوند خبرې اتري وکړي

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۲۹ - ۱۰:۱۳
 مالي او اداري چارو مرستيال

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري چارو مرستيال مفتي فضل الرحمن فاضل د کندوز له والي ملا نثار احمد نصرت سره وکتل او د یاد ولايت د تخنيکي او مسلکي مرکزونو د ملکيتونو پر ستونزو يې خبرې وکړې.

 ښاغلي فاضل وویل چې د کندز د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو ځینې ملکیتونه د نورو ادارو له خوا تصاحب شوي دي.

نوموړي د يادو املاکو په پېژندنه او تثبيت کې د کندوز له والي څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه او ويې ويل، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو مرکزونه خپلو ملکيتونو ته اړتيا لري. د ښاغلي فاضل په وینا، د کندز په یو شمېر ولسوالیو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونه درسي خونې نه لري.

دکندز والي ډاډ ورکړ چې په یاد ولايت کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د شتون ستونزه به له نورو رياستونو سره په هوکړه حل کړي .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۳:۴۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست له لوري اصلاحي غونډه جوړه شوه

د هېواد یوه دیني عالم، محترم مولوي هدایت‌الله، په یوه ښوونیزه غونډه کې د حضرت عمر فاروق (رضی‌الله‌عنه) د حکومتولۍ د څرنګوالي او په اسلامي نظام کې د کارکوونکو د مسؤلیتونو او مکلفیتونو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۱:۴۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په اداره کې د جومات د جوړولو چارې تر ۳۰ سلنه ډېرې بشپړې شوي

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په انګړ کې د جومات د جوړولو چارې د پام وړ پرمختګ لري او تر اوسه یې د ودانیزو چارو له ډلې تر ۳۰ سلنې ډېر کارونه بشپړ شوي دي. دغه پروژه د دې لپاره پیل شوې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۹:۰
Background image

د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي په اندونیزیا کې د افغانستان اسلامي امارت له سفیر سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، او د یادې ادارې د بهرنیو اړیکو رئیس، انجنیر احمد نبي نایل، اندونیزیا ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې په دغه هېواد کې. . .

BACK TO NEWS