مالي او ادارې چارو مرستیال د کندز د مسلکي لېسو او انسټیټونو له استادانو او آمرینو سره وکتل

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۸ - ۹:۴۹
دیدار معاون مالی

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري چارو مرستيال مفتي فضل الرحمن فاضل کندوز ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو له مسؤلینو او استادانو سره وکتل.

 په دې کتنه کې د استادانو په استازیتوب استاد احمد ګل ذاهد خبرې وکړې او خپل وړاندیزونه او ستونزې یې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له مالي او اداري چارو مرستیال سره شریکې کړې.

 دغه راز د کندز ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمر فريد احمد لکڼ خیل په یاد ولايت کې د مسلکي ښوونځيو او انسټیټونو د وضعیت او ستونزو په باب خبرې وکړې.

 ښاغلي فاضل د کندز د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د مسوولینو او استادانو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د ستونزو د هواري په اړه یې ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۵:۵۴
Background image

د ساختمان د ویرنګ کارۍ په اړه د محصلینو د عملي زده کړو بهیر

د کاپيسا ولايت د کوهستان دویمې حصې مسلکي انسټيټوټ د برق څانګې محصلینو ته د ساختمان ویرنګ کارۍ په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه. دغه راز لارښود استاد محصلینو ته د ساختمان سیم‌کشۍ\ویرنګ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۱:۱۶
Background image

د کاپیسا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت او برښنا ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهم لیک لاسلیک شو

د کاپیسا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت دیاد ولایت له برښنا ریاست سره د ګډو همکاریو تفاهم لیک لاسلیک کړ. د یاد تفاهم لیک پر بنسټ به د کاپیسا برښنا ریاست د تخنیکي او مسلکي زده کړو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۱۱:۲۶
Background image

۳۲ تنه محبوسین د فلزکارۍ له لنډمهاله حرفوي پروګرام څخه فارغ شول

د فلزکارۍ څانګې لنډمهاله حرفوي روزنیز پروګرام، چې څه موده وړاندې د سمنګان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت لخوا د یاد ولایت په محبس کې پیل شوی و، پای ته ورسید. په دې لنډمهاله. . .

BACK TO NEWS