د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مشر د کابل د کرنې او وترنرۍ له انسټیټوټ څخه ليدنه وکړه

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مشر مولوي غلام حيدر شهامت د کابل د کرنې او وترنري انسټیټوټ څخه ليدنه وکړه.
ښاغلي شهامت د کلنۍ آزموینو له صحنې څخه د څارنې په ترڅ کې د زده کړیالانو غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مشر د کرنې او وترنري انسټیټوټ له څېړنيز فارم څخه هم ليدنه وکړه او د یاد انسټیټوټ اړتياوې او ستونزې يې وڅېړلې. ښاغلي شهامت ژمنه وکړه، چې ټولو ستونزو او اړتیاوو ته به یې پاملرنه وکړي.
د کابل د کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ څلور څانګي او 226 زده کړیالان لري. د یادونې وړ ده چې په یاد انسټيټوټ کې څلور کرنيز فارمونه هم جوړ شوي دي.