په کندهار په ژیړۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ کې لنډ مهاله حرفوي کورس پيل کول
د کندهار ژیړۍ ولسوالۍ په کثيرالرشتو ي انسټیټوټ کي د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمریت له خوا د ځوانانو لپاره لنډ مهاله حرفوي کورس پیل شول.
په دغه ښوونیزه برنامه کې د موبايلونو او موټرسايکلونو د ترميم زده کړې ورکول کېږي.
د ژیړۍ ولسوالۍ اوسېدونکي د دا ډول ښوونيزو پروګرامونو په ترسره کېدو خوښي څرګندوي.
په دغه وروستیو میاشتو کې په مرکز او ولایتونو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سلګونه کسانو ته لنډ مهاله روزنیز کورسونه جوړ کړي دي.
دغه روزنیز کورسونه د هیوادوالو د روزلو او هغوی د کارموندنې په موخه په لاره اچول کیږي.