په پکتیکا ولایت کې د کارمندانو د کاري د ارزونې په اړه د ظرفیت لوړونې یو ورځنی سمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په چوکاټ کې د کارمندانو د مسلکي ظرفیت لوړولو او د ارزونې پروسې د ښه والي په موخه، د پکتیکا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت کارمندانو لپاره د "کارمندانو د کړنو ارزونه" تر سرلیک لاندې یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو.
یاد پروګرام د پکتیکا د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت او د اصلاحاتو اداري آمریت د ملکي خدماتو، په همغږۍ د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ښوونیزو مرکزونو آمرینو او اړونده کارمندان لپاره ترسره شو.
په دې سمینار کې ګډونوالو ته د کارکوونکو د کړنو د ارزونې اړوند نوې او معیاري طریقې، مرحلې او طرزالعملونه په مفصل ډول ور وپېژندل شول، ترڅو نوموړي وکولای شي دا بهیر په سمه او مؤثره توګه په خپلو مربوطه مراکزو کې عملي کړي.
همدارنګه، د پوښتنو او ځوابونو په برخه کې ګډونوالو ته هر اړخیز ځوابونه ورکړل شول، او په دقیقه توګه د ارزونې د تطبیق کیدو او پلي کیدو پر ارزښت ټینګار وشو.