په هلمند ولایت کې د ا.ا.ا مجاهدینو ته د روزنې زمینه برابرول
د هلمند ولایت تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت په یاد ولایت کې د ا.ا.ا یو شمیر مجاهدینو ته د روزنې زمینه برابره کړه.
په دغه روزنیزه دوره کې د اداري، کمپیوټر او انګلیسي ژبې مهارتونه په نظري او عملي ډول تدریس کیږي.
د ا.ا.ا مجاهدینو د روزنې له بهیر څخه څارنه د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر ضیاالدین مبین په غاړه ده.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د هیواد په ډیرو ولایتونو کې د ا.ا.ا مجاهدینو او نویو ګمارل شویو کارکوونکو لپاره روزنیز او د ظرفیت لوړونې کورسونه جوړ کړي دي.