په میدان وردګو ولایت کې دنویو ګمارل شویو کارکوونکو لپاره درې میاشتنی روزنیز کورس جوړ شو

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۳ - ۱۳:۱۱
وردګ

د میدان وردګو ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت او د دغه ولایت والي الحاج حافظ محمد امین عمري په همکارۍ د دولتي ادارو نویو ګمارل شویو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې روزنیز کورس جوړ شو.

 دغه روزنیز کورس د میدان وردګو والي الحاج حافظ محمد امین عمری او د دغه ولایت د استخباراتو رئیس مولوي فتح الله مدني په حضور پرانیستل شو.

 په دغه درې میاشتني روزنیز کورس کې د میدان وردګو ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت استادانو له خوا نویو ګمارل شویو کارکوونکو ته چې زیاتره یې ا.ا.ا «مجاهدین» دي، اداري او کمپیوټري مهارتونه تدریس کیږي.

 د ميدان وردګو والي دغه روزنيز کورس ګټور وباله او غوښتنه يې وکړه، چې د دولتي ادارو ټولو کارکوونکو لپاره دې ترسره شي.

د میدان وردګو تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر محمد حامد ناصري ژمنه وکړه، چې په ولسواليو کې به هم ورته برنامو د جوړولو لپاره هڅې وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

BACK TO NEWS