په لغمان کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو له 65 ښوونکو سره نغدي مرسته وشوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۲ - ۱۱:۱۱
لغمان

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په لغمان ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو له 65 تنه ښوونکو سره نغدي مرسته وکړه.

 د هر ښوونکي لپاره دوه سوه امریکايي ډالر چې 18 زره افغانۍ کېږي مرسته شوې ده.

د يادونې وړ ده، چې دغه پيسې استادانو ته د مرستې په توګه وېشل شوې وې، نه د هغوي د مياشتني معاش په بدل کې.

په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم یونیسف د مسلکي انسټیټونو او ښوونځیو له استادانو سره مرسته کړې ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

د مولوي غلام سعید احساس او کندهار ولایت د تخنیکي و مسلکي زده کړو مرکزونو مسوولینو تر منځ ناسته ترسره شوه

د ښاغلي مولوي غلام سعید احساس په مشرۍ د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د کندهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو څخه د څارنې په ترڅ کې د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۰ - ۱۰:۶
Background image

د حیوانی درملو په اړه د فراه ولایت د کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ د محصلینو د عملي زده کړو بهیر

د فراه ولایت د کرنې او وترنرۍ انسټیټیوټ د وترنرۍ څانګې محصلینو ته د حیوانی درملو په اړه په عملی بڼه روزنه ورکړل شوه. لارښود استاد د درس په ترڅ کې محصلینو ته د حیواني درملو او پرکار برده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۱۳:۲۸
Background image

د بلخ د نفتو او ګازو انسټیټوټ محصلینو ته د ساختمان د لیول کارۍ په اړه عملي روزنه ورکړل شوه

د بلخ ولایت د نفتو او ګازو انسټيټوټ ساختماني څانګې محصلینو ته د ساختماني د لیول کارۍ په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه. لارښود استاد د درس په ترڅ کې، محصلینو ته د ساختمان د لیول کارۍ. . .

BACK TO NEWS