په سرپل کې دمجاهدینو دتعلیمي سویې د تثبیت آزموینه واخیستل شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۵:۲۸
TVETA

په سرپل ولایت کې د مجاهدینو د تعلیمي سویې د تثبیتولو آزموینه د ياد ولایت د والي مرستیال الحاج داملا محمد نادر حقجو په حضور کې واخیستل شوه.

په دې آزموینه کې شاوخوا ۵۰۰ تنو مجاهدینو برخه اخیستې وه چې د سرپل ولایت د تخنیکي آمریت د چارواکو په وینا؛ هغوی د تعلیمي سویې د تثبیت وروسته د لېسې او انستیتیوت په دورو کې د زده کړو لپاره د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې شاملیږي

الحاج داملا محمد نادر حقجو چې د دې پروګرام په افتتاحیې مراسمو کې یې خبرې کولې؛ له مجاهدينوڅخه يې وغوښتل چې د علم د حاصلولو لپاره هلې ځلې وکړي.

نوموړي د مجاهدینو د زده کړو په برخه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له پاملرنې څخه د تقدیر ترڅنګ زیاته کړه، چې مجاهدین باید له دې فرصت څخه زیاته ګټه پورته کړي.

بل خوا د سرپل د تخنيکي زده کړو آمر مولوي محمد ياسين فيضي په دې آزموينه کې د شفافيت په اړه ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۷
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته د دې ادارې د بېلابېلو څانګو د یو شمېر رئیسانو په ګډون د تخنیکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د پروګرام په پیل کې د تېرې ناستې پرېکړې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۹:۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو لوېدیځ زون ریاست له خصوصي سکتور او بنسټونو سره مشورتي ناسته

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې لوېدیځ زون ریاست د کار بازار له اړتیاوو سره سم د تعلیمي نصاب ښه‌والي او اصلاح په موخه له خصوصي سکتور او بېلابېلو بنسټونو سره مشورتي ناسته ترسره کړه. د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۲۷
Background image

په اسلامي سیاسي نظام کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ځای او رول

د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ رئیس مفتي نورالله عزام د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په یوه اصلاحي ناسته کې د اسلامي نظام د ساتنې او پیاوړتیا په برخه کې د مسلکي زده‌کړو پر. . .

BACK TO NEWS