په زندانونو کې بندیانو لپاره د سواد زده کړې او حرفوي مهارتونو د روزنې مقرراتو پلې کیدو په اړه د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور رئیس د فرمان پر بنسټ ارګانونو غونډه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۹ - ۱۵:۵۲
tveta30

د جمهوري ریاست د عالي مقام د فرمان سره سم ، د بندیانو لپاره د حرفوي زده کړو اسانتیاو برابرولو او د همغږۍ رامینځته کولو لپاره ، د سولې په چارو کې د دولت وزارت دفتر په مقام کې ګډه غونډه چې د سولې په چارو کې د دولت وزیر ښاغلی سید سعادت منصور نادری، د یاد وزارت مرستیالان، د محبسونو چارو د تنظیم ادارې عمومی مشر ښاغلی عبدالحمید طهماسی، د تخنیکې او مسلکې زده کړو ادارې مشری آغلی ندیمه سحر او د ملې امنیت شورا مرستیال ښاغلی رفیع فاضل په حضور درلودلو سره ترسره شوه.

په دې ناسته کې د بندیانو د عمومي وضعیت ارزونه او د هغوی لپاره تخنیکي او مسلکي زده کړې وړاندې کولو په اړه بحث وشو.

غونډې ګډون والو پریکړه وکړه چې یوه تخنیکي کمیټه چې د یادو ادارو د استازو په ګډون جوړه، ترڅو د بندیانو د وضعیت د ارزونې لپاره میکانیزم چمتو او څرنګه وکولای شی دوی ته د حرفوي زده کړو اسانتیاوې برابرې کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۲ - ۱۲:۴۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرې د مالیې وزارت سرپرست سره لیدنه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشری میرمن ندیمه سحر؛ د مالیی سرپرست وزیر ښاغلي محمد خالد پاینده سره لیدنه او خبرې وکړې. د غونډې په لړ کې، دواړو اړخونو ترمنځ د تخنیکې او مسلکې زده کړو. . .

شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۲ - ۱۱:۵۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرې د ولسي جرګې له غړو سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرې میرمن ندیمه سحر؛ د ولسي جرګې دیني، فرهنګي، پوهنې او لوړو زده کړو چارو کمیسیون له رئیس او غړو سره وکتل. پدې ناسته کې، میرمن سحر د تخنیکي او مسلکي زده. . .

شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۲ - ۹:۲۲
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او د (جه آر اس) مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک کول

د تخنیکي او مسلکی زده کړو اداری د (جه آر اس) مؤسسی سره هوکړه لیک لاسلیک کړ ترڅو په کابل، هرات او بامیان ولایتونو کې د ځوانانو لپاره تخنیکي او مسلکي مهارتونه چمتو کړی. دغه هوکړه لیک د. . .

BACK TO NEWS