په بلخ کې د محبوسینو لپاره د مبایل ترمیم په برخه کې لنډمهاله حرفوي روزنیز پروګرام پیل شو

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲ - ۱:۵۳

د بلخ ولایت د محبوسینو لپاره د مبایل ترمیم برخې لنډمهاله حرفوي پروګرام، د محبس مسولینو په همکارۍ د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت لخوا پیل شو.

ټاکل شوې ده چې په یاد ښوونیز پروګرام کې به محبوسینو ته د دریو میاشتو په ترڅ کې د هوشمندو مبایلونو د ترمیم په اړه روزنه ورکړل شي.

د بلخ په محبس کې د دې روزنیز پروګرام د ترسره کولو موخه د محبوسینو لپاره د کاري زمینې برابرول او د بند له تېرولو وروسته د نوموړو اقتصادي وضعیت ښه کول دي.

د بلخ ولایت د محبس ریس حافظ عبدالرحمن همت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له دې اقدام څخه قدرداني وکړه او ویې ویل چې دا اقدام کولی شي په ټولنه کې د محبوسینو د بیا ادغام په برخه کې بنسټیز رول ولوبوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۱
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په اداره کې اصلاحي ناسته تر سره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست له لوري یوه اصلاحي او ښوونیزه ناسته د دې ادارې د یو شمېر مسؤولینو او کارکوونکو په ګډون ترسره شوه. په دې ناسته کې محترم مفتي امرالله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۳۱
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس د کار نړیوال سازمان او یوناما له پلاوي سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې عمومي رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د کار نړیوال سازمان (ILO) او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۶:۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د تعلیمي نصاب بیا کتنه او اعتبار ورکول

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د تعلیمي نصاب د بیا کتنې، پراختیا او اعتبار ورکولو په موخه د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې یو ورکشاپ جوړ کړ. د تعلیمي نصاب ریاست مسئولین وایي، ټاکل شوې. . .

BACK TO NEWS