په «ایکو ریټ» ساختماني لابراتوار کې د خوست تخنیکي انسټیټوټ د زده کونکو عملي زده کړې!

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۹:۱۱

د خوست ولایت اړوند تخنیکي انسټيټوټ د ساختمانی څانګې محصلينو په « ایکوریت» لابراتوار کې د یوې درسي جلسې په ترڅ کې د ساختماني موادو په اړه په عملي ډول روزنه ترلاسه کړه.

 همداراز د درس په دوام کې نوموړو د سړکونو قیرریزي، د خاورې میکس کولو «مخلوط»، کانکړیت او د کانکریټو فشاري مقاومت په اړه عملي زده کړې ترلاسه کړې.

په همدې حال کې لارښود استاد د درس په ترڅ کې هغوی ته د ساختماني موادو په اړه هراړخیز توضیحات وړاندې کړل او د محصلینو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې ډیری زده کړې عملي دي. تر څو د دغو مرکزونو فارغان په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب شي.

له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۱:۴۱
Background image

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو اداري ناسته ترسره شوه

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت اداري ناسته د مهمو اداري او ښوونیزو موضوعاتو د ارزونې او د مجاهدینو د پروګرام فعالیتونو د بیا پیل په اړه د اړینو پرېکړو نیولو په موخه ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس سره وکتل

له خصوصي سکتور سره د همکاریو پراختیا د هڅو په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست یوه پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس، ډاکټر نثار احمد ترکي، سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

BACK TO NEWS