نږدې زر تنه مجاهدین د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له ادارې او مدیریت روزنیز پروګرام څخه فارغ شول

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۹:۳۴

په ننگرهار ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له ادارې او مدیریت روزنیز پروګرام څخه له ۷۰۰ زیاتو مجاهدینو د فراغت مراسم ترسره شول.

په یادو مراسمو کې د ننگرهار ولایت یو شمېر سیمه‌ییزو مسئولینو په شمول د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت هم ګډون درلود او مجاهدینو ته یې وینا وکړه.

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د وینا پر مهال وویل چې:

«مجاهدینو ته د دوامدارو زده کړو زمینې برابرول د نوموړي یو له ارمانونو څخه وو، او دغه ارمان ته د رسېدو له کبله ډېر خوښ دی».

نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان.ا.ا عالي مقام له لوري مجاهدینو ته د دغه زده کړو د پلي کېدو طرحې پراخ هرکلی شوی.

نورو ویناوالو هم د الحاج مولوي غلام حیدر شهامت دغه هڅې وستایلې او د مجاهدینو لپاره د داسې برنامو برابرولو په خاطر له نوموړي مننه وکړه.

په همدې حال کې د یاد پروګرام فارغان وایي چې دوی اوس مهال د اداري چارو پرمخ بیولو پوره وړتیا ترلاسه کړې.

دا په داسې حال کې ترسره کېږي چې د هېواد یو شمېر نور ولایتونه هم د مجاهدینو د ادارې او مدیریت روزنیز پروګرام څخه د فراغت شاهدان دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

BACK TO NEWS