مولوي غلام حیدر شهامت: که تخنیکي او مسلکي زده کړو ته کار وشي په هېواد کې به د بې کارۍ ستونزه هواره شي

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۴ - ۱۵:۴۲
M Shahamat

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت په افغانستان کې د کار نړيوال سازمان ( ILO ) له رئیس رامين بهزاد سره وکتل.

په دغې کتنه کې د دواړو نهادونو پر برنامو، موخو او همدا راز د دواړو لورو ترمنځ د همکاریو پر څرنګوالي خبرې وکړې.

ښاغلي شهامت په پیل د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او د دغې ادارې  د فعالیتونو په اړه خبرې وکړې.

نوموړي وويل، د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره د يوې خپلواکې ښوونيزې ادارې په توګه په ټول هېواد کې د انسټیټونو او مسلکي لېسو په ګډون ٣٧٢ ښوونيز مرکزونه لري او په دې مرکزونو کې په ٧٣ څانګو کې د کار ماهر ځواک روزل کېږي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست زياته کړه، چې د دغې ادارې موخه د بې وزلۍ له منځه وړل او د کار بازار لپاره د ماهر ځواک روزل دي.

نوموړي په ډاګه کړه، چې په تېر کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو په اداره کې د فساد له امله بنسټيز کارونه نه دي ترسره شوي.

ښاغلي شهامت وویل، دا مهال د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره په پام کې لري چې خپل ښوونیز نصاب کې د کار د بازار تحلیل له مخې اصلاحات راولي او په دغه برنامه یې کار پیل کړی دی.

نوموړي ټینګار وکړ چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د کیفیت په برخه کې هم کار روان دی. په دې برخه کې ښاغلي شهامت د یوه معیاري انسټیټوټ او کاربردی پوهنتون د جوړولو طرحه یاده کړه.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست زياته کړه، که د تخنيکي او مسلکي زده کړو په اداره کې کار وشي، په هېواد کې به د بېکارۍ يوه لويه ستونزه هواره شي.

د ناستې په دوام کې په افغانستان کې د کار د نړیوال سازمان مشر هم د دغه سازمان د موخو او فعالیتونو په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي بهزاد دې ته اشاره وکړه چې د مسلکي مهارتونو وده او حرفوي زده کړې د کار د نړیوال سازمان له مهمو موخو څخه ده.

نوموړي وویل، د کار په بازار کې د کارپنځونې د ودې لپاره اړینه ده چې خلک او ځوانان له مهارتونو سره اشنا شي.

د کار د نړیوال سازمان مشر ټینګار وکړ، چې حرفوي زده کړې باید د کار د بازار له اړتیاوو سره سمې وي. نوموړي د کار بازار د اړتیاوو د ارزونې ضرورت هم یاد کړ.

په دې اړه د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست وويل چې دغه اداره د خپلو امکاناتو او وړتياوو پر بنسټ د کار بازار اړتياوې ارزولې دي.

نوموړي ټینګار وکړ چې "موږ هڅه کوو چې د کار بازار له اړتیاوو سره سم پرمخ لاړ شو".

ښاغلي شهامت زیاته کړه چې په افغانستان کې بېکاري ستونزه نه دی، بلکې د حرفوي ځواک کمښت دی. هغه وويل، په هېواد کې داسې کارګر نشته چې د کار په بازار کې ورته اړتيا دی.

د کار د نړيوال سازمان مشر ژمنه وکړه چې د بشري سرچينو د پراختيا په برخه کې به د برياليو نړيوالو تجربو د لېږد په برخه کې همکاري وکړي.

نوموړي په ډاګه کړه، چې د کار کارموندونکو او کارپنځوونکو ترمنځ د اړیکو رامنځته کول اړین دي او نړیوال سازمان به په دې برخه کې همکاري وکړي.

دتخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې همدارنګه وويل چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره او د کار نړيوال سازمان ترمنځ د همکاريو زياتې ګډې ساحې شتون لري .

نوموړي د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې ستراتيژيک پلان ته اشاره وکړه او ويې ويل، چې دغه پلان د نورو ادارو په همغږۍ او مشورې ترتيب شوى دى.

په دې اړه په افغانستان کې د کار د نړيوال سازمان مشر وويل چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره په هغه برخو کې کار کوي چې د افغانستان خلک ورته اړتيا لري.

نوموړي ډاډ ورکړ چې د کار نړيوال سازمان به هر ډول مرسته وکړي.

ښاغلي بهزاد په دې وروستيو کې وويل چې د کار نړيوال سازمان او د تخنيکي او مسلکي زده کړو د ادارې ترمنځ به همغږي دوام ومومي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۲۶
Background image

د پروان ولایت سیدخیلکثیرالرشتوي انسټیټوټ د محصلینو له لوري د عملي روزنو د زده کړې لړۍ

د پروان ولایت اړوند سید خیل ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ د وترنرۍ څانګې محصلینو د عملي زده کړو په چوکاټ کې د حشراتو په اړه روزنه ترلاسه کړه. پدې جلسه کې، لارښود استاد محصلینو ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۹:۴۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په یوه ښووونیز مرکز کې د عملي زده کړو لړۍ

د کاپیسا ولایت اړوند«حصه اول کوهستان» کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ د وترنرۍ څانګې محصلینو ته د حیواني ناروغیو د درملنې او جراحۍ په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه. د لارښود استاد تر نظر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۹:۳۴
Background image

۳۰ تنه محبوسین د مبایل رغونې« ترمیم مبایل» له لنډمهاله حرفوي پروګرام څخه فارغ شول

د مبایل رغونې«ترمیم مبایل» څانګې لنډمهاله حرفوي روزنیز پروګرام، چې څه موده وړاندې د زابل ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت لخوا د یاد ولایت په محبس کې پیل شوی و، پای ته ورسید. په دې. . .

BACK TO NEWS