مالي او اداري چارو مرستیال له کندز والي سره د تخنیکي او مسلکي مرکزونو د ملکیتونو په اړوند خبرې اتري وکړي

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۲۹ - ۱۰:۱۳
 مالي او اداري چارو مرستيال

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري چارو مرستيال مفتي فضل الرحمن فاضل د کندوز له والي ملا نثار احمد نصرت سره وکتل او د یاد ولايت د تخنيکي او مسلکي مرکزونو د ملکيتونو پر ستونزو يې خبرې وکړې.

 ښاغلي فاضل وویل چې د کندز د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو ځینې ملکیتونه د نورو ادارو له خوا تصاحب شوي دي.

نوموړي د يادو املاکو په پېژندنه او تثبيت کې د کندوز له والي څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه او ويې ويل، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو مرکزونه خپلو ملکيتونو ته اړتيا لري. د ښاغلي فاضل په وینا، د کندز په یو شمېر ولسوالیو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونه درسي خونې نه لري.

دکندز والي ډاډ ورکړ چې په یاد ولايت کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د شتون ستونزه به له نورو رياستونو سره په هوکړه حل کړي .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

BACK TO NEWS