د ګرمو سیمو په تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو کې د دوهم سمستر ازموینې پیل شوې

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۵ - ۱۳:۳۶
TVETA

د ۱۴۰۳-۱۴۰۴ ښوونیز تقویم سره سم د ټاکل شوي وخت په رارسیدو سره، د هیواد د ګرمسیرو سیمو په تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو کې د دوهم سمستر د ازموینو اړۍ په رسمي ډول پیل شوه.

دا لړۍ، د ولایتي تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریتونو د مسؤلینو په مستقیم نظارت او د استادانو او کارمندانو په همکارۍ، په منظم او شفافه فضا کې پیل شوې ده، او د بیلابیلو تخنیکي او مسلکي څانګو زده کونکي په منظم ډول خپلو ازموینو ته حاضریږي.

د دې ازموینو پیل د زده کړییز کیفیت ده ښه والي، د زده کونکو علمي ظرفیت په سمه توګه ارزونه او د راتلونکو فارغانو لپاره د غوره زمینې د برابرولو په برخه کې د ښوونیز تقویم د اغیزمن پلي کولو او د ښوونیزو مرکزونو د ژمنتیا نښه ده.

په ورته وخت کې، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري، ټولو ګډون کونکو زده کونکو ته د بریالیتوب د هیلې ترڅنګ، دغه راز پدې پروسه کې د شفافیت دوام او د ممکنه ننګونو په حل ټینګار کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

BACK TO NEWS