د کونړ ولایت نورګل کثیرالرشتوي لېسې زده کوونکو د وریجو د کښت په اړه عملي روزنه ترلاسه کړه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۱:۴۲

د کونړ ولایت نورګل کثیرالرشتوي لېسې د دولسم ټولګي زده کوونکو د ياد ښوونیز مرکز په څېړنیز فارم کې د یوې درسي جلسې په ترڅ کې د وریجو د کښت څرنګوالي په اړه روزنه ترلاسه کړه.

لارښود استاد نوموړو ته د وریجو د کښت څرنګوالی، د وریجو د کرلو لپاره د مناسبې خاورې پیژندې او د هغې د محصولاتو راټولولو مرحلې په مفصله توګه تشریح کړ او د زده کوونکو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.

عملي زده‌کړې په تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو کې د ښوونې او روزنې اساسي برخه جوړوي.

له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبرۍ، د مهارت ارزښت او کار بازار اړتیاوو ته په ژوره پوهې سره، تل هڅه کوي چې د نظري زده کړو ترڅنګ د زده کوونکو لپاره د عملي زده کړو لاډیرې زمینې چمتو کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له لوري د نیالګیو کېنولو کمپاین دوام لري

د نیالګیو کېنولو کمپاین چې څه موده وړاندې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له لوري د ولایتي تخنیکي آمریتونو په همکارۍ پیل شوی و، لا هم دوام لري. په همدې لړ کې د پکتیا ولایت د تخنیکي او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۹:۵۹
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته د برقي وسایلو ترمیم په اړه عملي روزنه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي جلسه کې د برقي وسایلو، په ځانګړي ډول د «پکې» عارضه موندنې او ترمیم څرنګوالي په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۰:۲۰
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو د برېښنا سرکټونو د نښلولو عملي زده‌کړه ترلاسه کړه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې زده‌کوونکو د عملي زده‌کړو په دوام کې د برېښنا سرکټونو د نښلولو او ازمویلو څرنګوالي په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. زده‌کوونکو د دې تعلیمي مرکز د. . .

BACK TO NEWS