د کندهار په ژېړۍ انستیتوت کې د څارندویانو ګروپ جوړ شو

د کندهار ولایت، ژیړۍ ولسوالۍ، کثیر الرشتوي انستیتوت مسؤلینو ددغه زده کړې مرکز لپاره د څارندویانو ګروپ جوړ کړ.
ښاغلي کریم الله حمیم، د کندهار ولایت تخنیکي آمر وایي چې د دغه ګروپ جوړولو موخه، د کندهار ولایت، ژېړۍ ولسوالۍ په انستیتوت کې د ښه نظم لپاره دی.
نوموړي زیاته کړه، په پلان کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په نورو مرکزونو کې هم د څارندویانو ټیمونه جوړ شي.