د کندز امام صاحب ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټوټ زده کړیالانو د فراغت مراسم ترسره شول
د کندز ولایت امام صاحب ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټوڼ د فارغانو د فراغت غونډه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري چارو مرستیال مفتي فضل الرحمن فاضل په حضور کې ترسره شوه.
له یاد انسټیټوټ سږ کال شاوخوا ۳۰ تنه زده کړیالان له بېلابېلو حرفوي او مسلکي څانګو څخه فارغ شول.
په دې مراسمو کې د مالي او اداري چارو مرستيال فارغان د هېواد سرمايه وبلله او ويې ويل چې خلک له دوى څخه د خدمت تمه لري.