د کرنې او مالدارۍ خونې سره د پلان او همغږۍ ریاست د مسؤلینو خبرې اترې
د تخنيکي او مسلکي زده کړو رياست يوه پلاوي، د مولوي محمد مصطفى محمدي په مشری، چې د یاد رياست له خصوصي سکتور سره د همغږۍ مسؤليت پر غاړه لري، د کرنې او مالدارۍ خونې له مسؤلينو سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو د ګډې همکارۍ پر څرنګوالي خبرې اترې وکړې.
په همدې حال د نن ورځې په غونډه کې دواړو لورو د چارو پرمخ بېولو لپاره د یوې ګډې کاري کمېټې پر جوړولو هوکړه وکړه.