د کاپیسا ولایت معاون انجنیری انسټيټوټ د زده کوونکو له لوري د عملي روزنو زده کړه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۳۶

د کاپیسا ولایت معاون انجنیری انسټيټوټ د ساختماني څانګې زده‌کوونکو ته په یاد ولایت کې د کار لاندې ساحې ته د یو علمي سفر په ترڅ کې د ساختمان د سیخ بندۍ په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.

لارښود استاد ددې درس په ترڅ کې زده کوونکو ته د ساختمان او د تهداب د سیخ بندي د څرنګوالي په اړه مفصل توضیحات ورکړل او د نوموړو پوښتنو ته یې ځوابونه هم وویل.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د روزنې لویه برخه عملي ده څرنګه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو فارغان په مستقیم ډول د کار په بازار کې جذبیږي.

له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۳:۳۷
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د لغمان ولایت له تخنیکي آمریت څخه لیدنه وکړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوی د خپل سفر په ترڅ کې لغمان ولایت ته لاړ او هلته یې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو له آمریت څخه لیدنه وکړه. یاد پلاوی د خپل سفر په دوام کې د لغمان له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۲
Background image

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي لیسې زده کوونکو د امنیې قومندانۍ په ورکشاپ کې عملي روزنه ترلاسه کړه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لیسې د برېښنا څانګې زده کوونکو د عملي زده‌کړو په چوکاټ کې، د موټر د ترمیم او ویل بیلانس کولو په اړه په عملي توګه روزنه ترلاسه کړه. په همدې حال کې، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۲
Background image

په بلخ ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو له مرکزونو لیدنې دوام لري

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې یو پلاوی د محترم مولوي غلام سعید احساس په مشرۍ د خپل سفر په ادامه کې بلخ ولایت ته ولاړ، او د سجادیه تخنیکي او مسلکي انسټیټیوټ او د ادارې او محاسبې. . .

BACK TO NEWS