د کاپیسا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت او برښنا ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهم لیک لاسلیک شو

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۱:۱۶

د کاپیسا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت دیاد ولایت له برښنا ریاست سره د ګډو همکاریو تفاهم لیک لاسلیک کړ.

د یاد تفاهم لیک پر بنسټ به د کاپیسا برښنا ریاست د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو محصلینو او زده کوونکو ته د دغه ریاست په اړونده سب استیشنونو او تأسیساتو کې د عملي زده کړو زمینه برابره وي.

په دې تفاهم لیک کې همداراز راغلي چې محصلین کولای شي د برښنا ریاست له اړونده داغمه وسایلو څخه د عملي زده کړو په برخه کې کار واخلي او خپلو عملي زده کړو ته دوام ورکړي.

له بلې خوا د محصلینو لپاره د پرمختللو ښوونیز سیمینارونو جوړول او په لاره اچول د دغه تفاهم لیک له موادو څخه دي.

دا په داسې حال کې ده چې، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د زده کوونکو لپاره د عملي کارونو په برخه کې اسانتیاوې رامینځ نه کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

BACK TO NEWS