د کاپیسا ولایت اړوند د نجراب ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټيټوټ محصلینو د عملي زده کړو بهیر
د کاپیسا ولایت اړوند د نجراب ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټيټوټ د الکتروتخنیک څانګې محصلینو ته د برق په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.
نوموړو په یادې درسي جلسه کې د برق د بریښنا سرکیتونو او سرکیتونو د ډولونو په اړه روزنه ولیده.
دغه راز لارښود استاد محصلینو ته د برښنا د ارزښت په اړه معلومات ورکړل او د هغوی پوښتنو ته یې هم ځوابونه وویل.
دا په داسې حال کې ده چې په ټولنه کې د برښنا اهمیت ورځ په ورځ زیاتیږي او برښنا د ننۍ ټولنې له اساسي توکو څخه ګڼل کېږي.