د کاپیسا معاون انجنیرۍ انسټیټوټ د برښنا څانګې د زده کړیالانو د عملی زده کړو بهیر څخه څارنه ترسره شوه

media_admin
شنبه ۱۴۰۱/۸/۷ - ۱۱:۳۳
کاپیسا

د کاپيسا ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمر د یاد ولايت د معاون انجینرۍ انسټیټوټ د برښنا څانګې د زده کړیالانو د پرکتیک دورې له روزنيزې دورې څخه ليدنه وکړه.

 د یاد انسټیټوټ د برښنا څانګې زده کړیالان د پرکتیک دورې ترسره کولو لپاره د جبل السراج او چاريکارو برښنا بندونو ته معرفي شوي دي.

د پرکتیک دورې په ترسره کولو کې دوي ته استادان او انجینران لارښوونه کوي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې تر ۶۰٪ سلنې زیاتې زده کړې عملي دي. ترڅو د یادو  مرکزونو زده کونکي او زده کړیالان له دغو مرکزونو څخه تر فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار په بازار کې جذب شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۵:۱۴
Background image

د ادارې، مدیریت او سوداګرۍ له پروګرامونو څخه د لسګونه زده‌کوونکو فراغت

د بغلان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت مسؤلین وايي چې شاوخوا ۸۰ تنه زده‌کوونکي د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د ادارې او مدیریت، ادارې او سوداګرۍ او بانکدارۍ له پروګرامونو څخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۹ - ۱۳:۴
Background image

د تخار ولایت تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د کرنې او وترنري څانګې روزنیزو مرکزونو څخه د ۴۱ محصلینو د فراغت مراسم

د تخار ولایت اشکمش ولسوالۍ د کرنې او وترنري مسلکي انسټیټیوټ د څوارلسم ټولګي څخه د ۴۱ محصلینو فراغت مراسم د یاد ولایت د سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې ترسره شول. په دې مراسمو کې مسؤلینو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

د کارکوونکو چارو ریاست لخوا لسګونو ستونزو ته رسېدنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د کارکوونکو چارو ریاست د کارکوونکو سره د اړیکو آمریت په تیر کال کې د دې ادارې د کارمندانو لخوا ثبت شوي لسګونو شکایتونو ته رسیدګي کړې. د تخنیکي او مسلکي. . .

BACK TO NEWS