د کابل ښار د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د محصلینو فراغت غونډه ترسره شوه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۱۴:۳۱
TVETA

د کابل ښار د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د شاوخوا ۷۰۰ تنو محصلینو فراغت غونډه، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په مرکزي تالار کې ترسره شوه.

په دې مراسمو کې د حکومت یو شمیر لوړ پورو مقاماتو لکه د کابل والي الحاج ملا امین الله عبید، د ریاست‌الوزارء د تخنیک او ترانسپورت رییس مولوي محمد داود محمدي، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې تخنیکي مرستیال مولوي غلام سعید احساس، د سیلاب بنسټ مشر الحاج سید احمد سیلاب، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئيسانو، مسؤلینو او محصلینو هم ګډون درلود.

د مراسمو په پیل کې، د سیلاب بنسټ مشر الحاج سید احمد سیلاب د خپلې وینا پرمحال د تخنیکي او مسلکي زده کړو اهمیت ته په اشارې سره وویل چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د کار بازار اړتیاوو په پوره کولو کې خورا مهم رول لري.

نوموړي همداراز د دې ادارې څخه په هر اړخیز ملاتړ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د کار بازار اوس مهال هغو کسانو ته اړتیا لري چې نن یې فراغت غونډه کې حضور لرو.

په دوام کې د کابل والي الحاج ملا امین الله عبید ددې مراسمو په ترڅ او په خپله وینا کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د لاسته راوړنو او فعالیتونو څخه قدرداني او ستاینه وکړه. نوموړي همداراز زیاته کړه چې اوس د هېواد د پرمختګ او ترقۍ لپاره زمینه برابره ده.

په ورته وخت کې، د ریاست‌الوزرأ د تخنیک او ترانسپورت رئیس مولوي محمد داود محمدي هم د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د محصلینو په فراغت غونډه کې وینا وکړه.

نوموړي د خپلې وینا په ترڅ کې ټینګار یې وکړ چې ځوانان باید د اسلامي روحیې سره سم وروزل شي او زده کړې ترلاسه کړي.

له بلې خوا، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنیکي چارو مرستیال مولوي غلام سعید احساس د مراسمو په پای کې څرګنده کړه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو فارغان د کار په بازار کې د جذب کیدو وړتیا لري.

ښاغلي مولوي غلام سعید احساس همدارنګه په هیواد کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو څخه پر هر اړخیز ملاتړ ټینګار وکړ او دا یې هم زیاته کړه چې د افغانستان اسلامي امارت دې ته ژمن دی چې د هیواد ځوانانو ته د غوره زده کړو ټول امکانات برابر کړي.

د مراسمو په وروستۍ برخه کې، د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو یو شمیر غوره او مخ‌کښ فارغانو ته د مقاماتو لخوا جایزې، ډالۍ او ستاینلیکونه هم ورکړل شول، او مراسم د دعایې په ویلو سره پای ته ورسیدل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۹:۵۹
Background image

د ادارې او حسابدارۍ په انسټیټوټ کې «د کاري مسیر ټاکنه» په اړه سیمینار ترسره شو

د کابل د ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ د کارموندنې او مسلکي مشورې مرکز او د «نگرش سبز» مؤسسې په همکارۍ، «د کاري مسیر ټاکنه» تر عنوان لاندې ښوونیز او مشورتي سیمینار ترسره کړ. په دې پروګرام. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۳:۳۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له لوري د رسول الله ﷺ د سیرت ستره سیالي ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست، د تنویر فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ، د کابل ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو څخه د څه باندې دوه زره زده‌کوونکو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۹:۳۸
Background image

د پکتیا د ځانګړو زده‌کړو لېسې سره درې زره امریکایي ډالر مرسته وشوه

د بشري مرستو د همغږۍ مؤسسې (CHA)، د اورېدلو او لیدلو معلولیت لرونکو کسانو د ملاتړ په موخه د پکتیا ولایت د ځانګړو زده‌کړو لېسې سره د درې زره امریکایي ډالرو بشري مرسته وکړه. یاده اندازه. . .

BACK TO NEWS