د کابل بګرامیو ولسوالۍ کشیرالرشتوی انسټیټوټ څو پوړیزه ودانۍ ګتې اخیستنې ته وسپارل شوه

media_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱/۶ - ۱۶:۳۱
tveta100

د کابل بګراميو ولسوالۍ کثیرالرشتوی انسټیټوټ درسی ودانۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیکو چارو مرستیال استاد نورمحمد عزیزي هم ګډون درلود، پرانیستل شوه.

دغه ودانۍ ۱۴ درسي ټولګي او درې دفتري خونې لري.

د کابل بګرامیو ولسوالۍ کثیرالرشتوی انسټیټوټ امر نوالرحمن عثماني وویل، د انستیتوت نوې ودانۍ په یو وخت کې ۵۰۰ زده کړیالانو ته د تدریس ورکولو ظرفیت لري.

ښاغلي عثماني زیاته کړه، چې د دې ودانۍ په پرانېستلو سره د زده کړیالانو لپاره د معیاري زده کړو ځای برابر شوی دی؛ خو دغه انسټيټوټ اوس مهال د کمپيوټر په ګډون د برېښنا او ځينو وسايلو له کمښت سره مخ دی. نوموړي د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له مشرتابه وغوښتل، چې ياد انسټیټوټ اړتياوو ته پاملرنه وکړي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیکو چارو مرستيال استاد نورمحمد عزيزي، بګراميو ولسوالۍ کثیرالرشتوی انسټيټوټ د پرانېستې په مراسمو کې وويل، افغانستان ا.ا ژمن ده چې د هېواد په کچه ټولو هېوادوالو ته باکيفيته ښوونيز خدمتونو وړاندې کړی.

نوموړي ډاډ ورکړ، چې د روزنیزو مرکزونو لپاره به قوي تجهیزات او اسانتیاوې برابرې شي.

ښاغلي عزيزي ژمنه وکړه، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه، ددې ادارې ټولو روزنيزو مرکزونو د ستونزو هواري لپاره د حل لارې چارې ولټوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۶:۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د تعلیمي نصاب بیا کتنه او اعتبار ورکول

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د تعلیمي نصاب د بیا کتنې، پراختیا او اعتبار ورکولو په موخه د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې یو ورکشاپ جوړ کړ. د تعلیمي نصاب ریاست مسئولین وایي، ټاکل شوې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۰:۱۵
Background image

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې عمومي رئیس ښاغلي مولوي غلام حیدر شهامت د بغلان له والي سره وکتل.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې عمومي رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له والي، مولوي عبدالله مختار، سره وکتل او خبرې یې ورسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۰:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس تخار ولایت ته سفر وکړ

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، تخار ولایت ته سفر وکړ. نوموړي د خپل سفر پر مهال د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د مرکزونو له محصلینو،. . .

BACK TO NEWS