د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ کې د اسلامي امارت مجاهدینو ته د زده کړو د زمینې برابرولو ژمنه
د میدان وردګو د چک ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټوټ آمر مجیب الرحمن جواد د دغه ولسوالۍ له سیمه ییزو چارواکو سره په لیدنه کې د اسلامي امارت مجاهدینو ته د زده کړو زمینې برابرولو ژمنه وکړه.
ولسوال مولوي سردار احمد ثابت، امنيه قوماندان مولوي نقيب الله ذاکر او د چک ولسوالۍ د استخباراتو مدير قاري سلطان محمد تميم په دغه ولسوالۍ کې د کثيرالرشتوي له انسټیټوټ څخه ليدنه وکړه.
د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ آمر د دغه ولايت د چک ولسوالۍ له سيمه ييزو چارواکو سره په کتنه کې د ياد انسټیټوټ د فعاليتونو، لاسته راوړنو، پرمختګونو او نوښتونو په اړه خبرې وکړې.
نوموړي وويل چې اوسمهال د چک کثیرالرشتوي په انستيتوت کې ٣١٦ تنه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.
ښاغلي جواد د چک له سیمه ییزو چارواکو سره ژمنه وکړه چې د اسلامي امارت مجاهدینو ته به د چک په کثیرالرشتوي انسټیټوټ کې د زده کړو زمینه برابره کړي.