د چک کثیرالرشتوي انسټيټوټ لخوا مجاهدينو ته د معیاري روزنو په موخه کمپيوټرلب جوړ شو

media_admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۳ - ۱۱:۳۳
TVETA

د میدان وردګ ولایت تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت مسؤلین د یاد ولایت په چک ولسوالۍ کې د مجاهدینو لپاره د کمپیوټرلب د جوړولو خبر ورکوي.

د چک کثيرالرشتوي انسټيټوټ آمر ښاغلی مجيب الرحمن جواد وايي، چې نوموړو د میدان وردګو تخنيکي او مسلکي آمریت په همکارۍ په دې ولسوالۍ کې د مجاهدينو د روزنې په موخه يو مجهز کمپيوټرلب جوړ کړی دی.

په همدې حال کې مجاهدین او د چک ولسوالۍ سیمه ییزو چارواکو د میدان وردګو ولایت تخنیکي او مسلکي آمریت د دې کار څخه ستاینه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال په ټول هېواد کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د مجاهدینو لپاره د ادارې او مدیریت روزنیز پروګرام دوام لري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۱۴:۲۲
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې کارمندانو ته د ظرفیت لوړولو پروګرام ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو چارو ریاست، د جامعه المصطفی پوهنتون سره په همکارۍ، د یادې ادارې یوشمیر کارمندانو ته د ظرفیت لوړولو پروګرام ترسره کړ. په دې ښوونیز پروګرام کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۱۱:۴۷
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اړوند ښوونیز مرکز د زده‌کوونکو د عملي زده کړو بهیر

د کاپیسا ولایت د کوهبند ولسوالۍ کرنې مسلکي انسټیټوټ د دولسم ټولګي زده کوونکو د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د عملي زده کړو په چوکاټ کې د کلسیم د کیمیاوي تعاملاتو په اړه په عملي بڼه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۶:۳۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیک بورډ غونډه ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیک بورډ غونډه، د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال ښاغلي مولوي غلام سعید احساس په مشرۍ ترسره شوه. د دې ناستې په پيل کې د اکادمیک بورد د تېرې غونډې پر. . .

BACK TO NEWS