د پکتیا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت او د پوهنې ریاست ترمنځ گډو همکاریو تفاهم لیک لاسلیک شو

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۹ - ۸:۴۶
TVETA

د پکتیا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د یاد ولایت له پوهنې ریاست سره د ګډو همکاریو تفاهم لیک لاسلیک کړ.

دا تفاهم لیک د دواړو بنسټونو ترمنځ د متقابلې همکارۍ د پیاوړتیا، د سرچینو شریکولو، د څیړنې پراختیا، د نوښتونو ملاتړ او د تعلیمي خدماتو د ښه کولو په موخه لاسلیک شو.

د دې تفاهم لیک پر بنسټ، دواړو خواوو ژمنه وکړه چې د موجوده ظرفیتونو او اسانتیاوو په کارولو سره به یو له بل څخه ملاتړ کوي او په بیلابیلو برخو کې به ځانګړي مسؤلیتونه په غاړه اخلي. له دې جملې څخه، د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو زده کونکي کولی شي په موقت توګه د معارف ریاست له کتابتونونو څخه ګټه پورته کړي.

دغه راز، د کارمندانو او استادانو لپاره د ظرفیت لوړولو ورکشاپونو جوړول او د دواړو ادارو د زده کوونکو له لوري د شته تجهیزاتو او امکاناتو څخه ګټه اخیستل د دې تفاهم لیک له موادو څخه دي.

په پای کې، دواړو خواوو هیله څرګنده کړه چې دا تفاهم لیک وکولای شي د دوامداره همکارۍ، علمي ودې او د مسلکي زده کړو د پراختیا لپاره لاره هواره کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

BACK TO NEWS