د پلان او همغږۍ ریاست مسؤلینو د اقتصاد وزارت سره مشورتي ناسته تر سره کړه
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او ستراتیژیکو همغږیو ریاست مسوولینو د اقتصاد وزارت له یو شمېر مسوولینو سره غونډه ترسره کړه.
د اقتصاد وزارت د مسؤلینو په وینا، د دې ناستې موخه د تلپاتې پراختیا د موخو په اړه معلومات ورکول او مشورې ورکول دي.
په دې ناسته کې په هېواد کې د تلپاتې پراختیا په اړه خبرې وشوې او د همغږیو آمر ښاغلي ګل ولي مخلص د تلپاتې پراختیا د موخو په اړه توضیحات وړاندې کړل.
له بلې خوا په دې غونډه کې برخه والو د تلپاتې پراختیا په اړه خپل نظریات، لیدلورې، مشورې او پوښتنې شریکې کړې.