د پروګرامونو د څیړنې ریاست د صکوکو مطبعې له رئیس سره وکتل

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳۱ - ۱۰:۵۳
TVETA

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې د پروګرامونو د څيړنې او تضمين کيفيت رئيس محترم مفتي سيد محسن سادات په خپل دفتر کې د صکوکو مطبعې له رئيس سره وکتل.

په دې ناسته کې د لوړو زده کړو سرچینو ته د لاسرسي، د محصلینو لپاره د کارآموزۍ او عملي تجربو اسانتیا، د نویو څانګو رامنځته کول، د تخصصي کاري ځواک د ودې او د کار په بازار کې د اړتیا وړ مهارتونو د تقاضا زیاتولو په ګډون په بېلابېلو موضوعاتو خبرې وشوې.

دواړو خواوو خپل نظریات او لیدلوري سره شریک کړل او د ماهر کاري ځواک د ښوونې او روزنې د کیفیت لوړولو لپاره د یوې ستراتیژۍ په جوړولو ټینګار وشو.

دا په داسې حال کې ده، چې د پروګرامونو د څېړنې او تضمین کیفیت ریاست له دې وړاندې هم د تحصیلي څانګو نیاز سنجۍ په اړه له یو شمېر بېلابېلو بنسټونو سره ناسته ترسره کړې ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۲۵
Background image

د چک ولسوالۍ انسټیټیوټ او معارف مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټیوټ آمریت د یادې ولسوالۍ د ښوونځیو له یو شمېر مدیرانو او مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه. دا ناسته په کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۷
Background image

محصلینو ته د ودانیو د نقشو عملي کولو زده‌کړه ورکړل شوه

د میدان وردګو ولایت جلګې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ محصلینو د عملي زده‌کړو په لړ کې د استوګنیزو ودانیو د جوړولو اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د ودانیزو ټکنالوژۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

BACK TO NEWS